کابل ژوبڼ ته ورغلم او د ژوبڼ له اوسېدونکو مې رسما بخښنه وغوښته او ورته مې وویل ،چې ټول عمر مې درته وحشي ځناور ویلي نو بخښنه غواړم.
ځکه چې تر تاسو په انسانانو کې ډېر ځناور شتون لري.
برچسب: ژوبڼ,
نویسنده: میلاد عابدی
له چاودنې وروسته يي یو سرتیری له خاورو راوویسته، بی هوشه و، اوبه یي پری واچولې، په هوش راغې نورې اوبه یي ورته ونیولی چی وڅکه، هغه ویل نه یی څکم روژه می بیا خرابیږي.
چې دا به په کوم کتاب کې راغلی چې دداسی خلکو وژنه روا ده ؟؟؟؟
برچسب: روژه,
نویسنده: میلاد عابدی
برچسب: رسنۍ,
نویسنده: میلاد عابدی
ځوان، لېوني لاروي ته وويل، څوک درباندې تر ټولو ډېر ګران دی؟
لېوني د مينې نوم واخيست.
ويې پوښتل، مينه دې څوک ده؟
- نهشته
- ښه پرېږده، د مينې لهپاره دې څه کولای شې؟
- هيڅ، د پر سدو انسانانو غوندې چلند ورسره نه کوم، يوازې يې نه پرېږدم او ګرانښت يې نه کموم.
- ښه نو که هغې درسره همداسې وکړل، بيا څه کوې؟
د لېوني سترګې راډکې شوې، مخ يې واړاوه او په تلو کې يې وويل؛
که يې داسې نه وای راسره کړي، ولې به تاسې لېونی بللم؟
برچسب: مينه,
نویسنده: میلاد عابدی
برچسب:
نویسنده: میلاد عابدی